په کابل کې د ایرنا خبري اژانس د خبریال په وینا، د افغانستان د سرپرست حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو نن پنجشنبه، د وری ۲۷مه، په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې اعلان وکړ چې د دغه وزارت د کرنې پراختيا مالي صندوق له لوري دوو داخلي شرکتونو ته د ۲۶۴ میلیونه افغانیو اسلامي پور (مرابحې) د ورکړې منظوري ورکړل شوه.
د دې موضوع په اړه ځانګړې غونډه د یاد وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال صدراعظم عثماني په مشرۍ او د کرنې پراختيا مالي صندوق د رئیس عبدالغفور غفاري په ګډون ترسره شوه.
په دې غونډه کې، د مقتدر افغانستان شرکت او زرین بخت خوراکي صنایعو شرکت غوښتنلیکونه د کرنې پراختيا مالي صندوق رئیس د کرنې او مالدارۍ له مرستیال سره شریک کړل، چې له ارزونې وروسته تأیید شول.
د پیغام پای/
Your Comment